د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست یوه څلور کسیز پلاوي د جنوب ختیځ زون د محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو څارنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۰:۲۹
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست یوه څلور کسیز پلاوي د جنوب ختیځ زون د محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو څارنه وکړه


د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې له ۱۵نېټې څخه تر ۲۵ نېټې پورې د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د تفتیش او کنټرول مدیریت څلور کسیز پلاوي د تفتیش او کنټرول عمومي مدیر مفتي عبدالرؤف (عمري) په مشرۍ د جنوب ختیځ زون د ملکي او نظامي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه.
د یاد ریاست د تفتیش او کنټرول مدیریت پلاوي په دې لیدنه کې د لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا د ملکي او نظامي محاکمو د امنیتي قطعاتو د مجاهدینو د تعیناتو، اداري او امنیتي چارو، د توقیف خونو امنیت تأمینولو، اکمال او توزېع ، د پرسونل له حاضرۍ، ۲۴ساعته نوکریوالۍ د تطبیق، د پیره دارۍ له ځایونو او نورو اړوند مواردو څخه کنټرول او څارنه وکړه.
دغه راز یاد پلاوي مجاهدینو ته د صورت او سیرت د اصلاح ، پر نبوي سنتو د ځان برابرولو، په جماعت سره د لمانځه ادا کولو او خپلو دندو ته د پاملرنې برخه کې د لازمو لارښوونو او سپارښتنو تر څنګ مجاهدین د امنیتي چارو د لا ښه سمبال، له مراجعینو سره نېک چلند او نبوي اخلاقو لرلو ته وهڅول، چې په یادو موضوعاتو کې اړوندو مسؤولینو ته لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست دغه پلاوي د محاکمو له رئیسانو سره د اړوند مواردو په تړاو نظرونه شریک او له رئیسانو څخه یې مشورې واخیستلې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی