د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس د سرپل مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد څانګه پرانیسته

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۱:۴۱
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس د سرپل مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد څانګه پرانیسته


د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئيس محترم الحاج حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) د دغه ریاست د یوه پلاوي په مشرۍ د ټول هېواد په سطحه محاکمو کې د دعوت او ارشاد ریاست د څانګو د پرانیستلو په موخه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني مياشتې په ۱۹مه نېټه ولایتي محاکمو ته سفر پیل کړ.
په ياد پلاوي کې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عصمت الله (برهان) او د قضائیه قوې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د دعوت او ارشاد عمومي مدیر مولوي رحيم الله (منیب) هم شتون لري.
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست دغه پلاوي د خپل سفر په لړ کې د چهارشنبې په ورځ (۲۳/۴/۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د سرپل ولایت مرافعه محکمې څخه لیدنه وکړه، د يادې ليدنې په لومړي سر کې د سرپل ولايت مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي يار محمد د دغه پلاوي په راتګ خوښي څرګنده کړه او تود هرکلی یې وکړ.
ورپسې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عصمت الله (برهان) د مرافعه محکمې ټولو غړو ته اصلاحي وینا او بيان وکړ، چې ټولو سامعينو ښه په غور واورېده او ډېره خوښي یې څرګنده کړه.
د يادې ليدنې په دوام د دعوت او ارشاد ریاست رئيس الحاج حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) د سرپل ولايت په مرافعه محکمه کې د دعوت او ارشاد څانګه پرانیسته او د دعوت او ارشاد تدريسي نصاب يې اړوند کارکوونکو ته توزېع او تشرېح کړ.
د يادې ليدنې په پاى کې د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي يار محمد او ټولو کارکوونکو د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د عمومي پاملرنې او د سترې محکمې د عالي مقام د خصوصي پاملرنې څخه ډېره خوښي او رضايت څرګند کړ، دا کار يې د اسلامي امارت ستر ابتکار وباله.
محترم مولوي يار محمد ژمنه وکړه چې د سرپل ولایت ټولو محاکمو ته به دا تدريسي نصاب رسوي، د کارکوونکو اصلاح ته به جدي پاملرنه کوي او له دې سره د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د نورو ولایاتو محاکمو د نظارت په موخه له دوى سره مخه ښه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی