د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئيس د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۵:۱۷
د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئيس د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل


د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربيع الثاني مياشتې په ۲۸مه نېټه د حقوقو عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) د میدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې له محترم رئيس او د یاد ولایت د حقوقو له آمر سره د حقوقو آمریت اړوند موضوعاتو په اړه د خبرو په موخه وکتل.
په ياده ليدنه کې د میدان وردګ ولايت د حقوقو اداري څانګو پاتې خالي بستونو ته د وړ کسانو د موندلو او جذب لپاره پر لازمو لارو چارو بحث وشو.
د غونډې په وروستيو کې د چارو پر چټکتيا او د لا ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو او ياده غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

بیا په خبرونو کی