د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۳:۲۸
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ


د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۳۰مه  نېټه د سترې محکمې د مرکزي تمیز اړوند جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د یوه پلاوي په مشرۍ د یو شمېر جزائي موضوعاتو د حل او فصل په موخه لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ.
د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د یاد سفر په جریان کې د دغه درېیو ولایتونو د مرافعه محاکمو له رئیسانو، قضائي غړو او یو شمېر نورو مسؤولینو سره هم وکتل.
محترم مفتي دروېش صاحب د یادې لیدنې پر مهال د دغه ولایتونو د محاکمو قضائي غړو ته د جزائي دوسیو د حل او فصل په برخه کې لازم هدایات وکړل.
دغه راز د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یادو ولایتونو له زندانونو څخه هم لیدنه وکړه او د جزائي موضوعاتو اړوند بندیانو څخه یې د دوی د وضعیت او دوسیو په اړه پوره تحقیق وکړ.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې دغه پلاوی له خپل کاري سفر وروسته د یکشنبې په ورځ بېرته سترې محکمې ته راستون شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

بیا په خبرونو کی