د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس د ميدان وردګ او غزني ولایتونو د قضائي، نظامي او ملکي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۰:۶
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس د ميدان وردګ او غزني ولایتونو د قضائي، نظامي او ملکي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) ميدان وردګ او غزني ته د سفر پر مهال د يادو ولايتونو د ټولو قضائي، نظامي او ملکي ادارو له مسؤولينو سره وکتل.
په دې ليدنو کې چې عمده موخه یې د ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ لا تقویه وه، د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئيس وویل، یوازینی نظام چې د انسانانو او ان ټولو ژوندیو موجوداتو حقوق په کې خوندي دي، اسلامي نظام دی او د دې نظام د پایښت او ساتنې لپاره کار کول زموږ ټولو مسؤولیت دی.
په دغه لیدنه کې ښاغلي مفتي دروېش د قضائي،  ملکي او نظامي ادارو ترمنځ پر همغږۍ، د امنیت په تأمین، د فساد پر وړاندې پر مبارزه، د جرایمو په مخنیوي، د حکومت او ولسونو ترمنځ په باور رامنځته کولو ټینګار وکړ او له مسؤولینو یې وغوښتل چې د خپلو دندو د لایحو مطابق مسؤولیتونه ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه، محاکم د شرعي اصولو او شرایطو په پام کې نیولو سره د هېواد په ټولو ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې پر مجرمینو شرعي حدود پلي کوي او تعزيري سزاوې ورکوي؛ چې په دې سره به د جرایمو په مخنیوي او کموالي کې د پام وړ بدلون راشي، همدارنګه نوموړي د محاکمو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسؤولینو ته په بېلابېلو برخو کې اړینې سپارښتنې وکړې.
د ليدنو په وروستيو کې د يادو ولایتونو مسؤولینو راغلي پلاوي ته په پورته یادو شویو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ وویل، دلته د محاکمو، ملکي او نظامي ادارو ترمنځ بشپړه همغږي موجوده ده، د شرعي نظام او د اسلامي امارت د مشرتابه ټول فرمانونه په ښه ډول پلي کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی