د زابل مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه تر سره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۱:۳۳
د زابل مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه تر سره شوه


د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د جمادي الأولی مياشتې په ۱۶مه نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې د رئیس محترم مفتي عبدالجليل په مشرۍ د دېوانونو او آمريتونو د مسؤولينو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.
ياده غونډه د زابل د مرافعه محکمې د محترم رئيس په وينا پيل شوه؛ نوموړي وويل، زموږ او ستاسو د کارونو د ښه مؤثريت، پر وخت د ترسره کېدو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتيا ده، د دې لپاره چې په کارونو کې ښه همغږي رامنځته شي د خپلو مشرانو پوره اطاعت ته اړتيا ده، نو کله چې خپلې چارې د خپلو مشرانو د هدايت او رالېږل شويو اصولو په رڼا کې ترسره کړو، له يوې خوا به مو خپل مشران او مراجعين خوشحاله کړي وي، له بلې خوا به مو الله (جل جلاله) او د هغه رسول (صلی الله عليه وسلم) هم راضي کړی وي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام زياته کړه، موږ او تاسو بايد د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه له يو بل سره مشورې وکړو، تر ټولو ښه ملګری به زما هغه وي چې ماته د يو کار په اړه مشوره راکړي.
د يادې غونډې په  پای کې ټولو ګډونوالو د مرافعه محکمې رئيس ته ډاډ ورکړ چې موږ به تل د شرعي اصولو مطابق اطاعت کوو او په پوره همغږۍ سره به خپلې ورځنۍ چارې سرته رسوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کابل ولايت د حقوقو ریاست رئيس محترم مفتي نصيب الله (طیب) په مشرۍ؛ د څلورو زونونو د تطبيق آمرينو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
یاده غونډه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۸
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر (۱/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۶
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۵)  ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ او تابلیت کا)، الکولي مشروباتو، پوډرو، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق. . .

بیا په خبرونو کی