د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د سیوري ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۲:۵۱
د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د سیوري ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۲مه نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي عبدالجلیل (سفیان) د یوه قضائي پلاوي په ملتیا د همدې ولایت د سیوري ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د لیدنې په پیل کې د سیوري د ابتدائیه محکمې له رئیس او قضائي هیئت سره ناسته وکړه او د هیئتۍ په تړاو یې د تمیز عالي مقام هدایت (باید د چارو د لا ښه سمون لپاره له ابتدائیه محاکمو څخه وخت پر وخت لیدنه وشي) ورسره شریک کړ.
ورپسې یاد پلاوي د سترې محکمې د دعوت و ارشاد څانګې د هدایت سره سم د سیوري د ابتدائیه محکمې محترم رئیس صاحب ته په محکمه کې د دعوت او ارشاد د کار د پیل کولو په باب سپارښتنې وکړې او د دعوت او ارشاد له لوري ترتیب شوی کتاب او طرزالعمل یې ورته تسلیم کړ.
د سیوري د ابتدائیه محکمې د محترم رئیس لخوا د دې محکمې ضرورتونه له یاد پلاوي سره شریک شول او د یاد پلاوي لخوا ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.
دغه راز یاد پلاوي د محکمې د مربوطه بندیانو په اړه د محکمې له رئیس څخه معلومات وغوښتل چې د محکمې مربوط کوم بندیان موجود نه وو.
وروسته یاد پلاوي د محکمې د اداري او قضائي چارو ارزونه وکړه، د هغوی اړتیاوې یې واورېدې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ. 
پر دې سربېره د مرافعه محکمې پلاوي د ابتدائیه محکمې مسؤولینو ته د کارونو د لا ښه سمون او خپل مسؤولیت ته د متوجه کېدو په برخه کې  لازمې سپارښتنې وکړې.
ورپسې یاد پلاوي د سیوري ولسوالۍ له مرستیال ولسوال، امنیه قومندان، د استخباراتو له مدیر، د امر بالمعروف له مدیر او د محکمې له غړو سره د همغږۍ ناسته وکړه، د ټولو ادارو ترمینځ د همغږۍ او یو بل ته د همکارۍ په برخه کې یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې او د یادو مسؤولینو له لوري ورته د هر ډول همکارۍ ژمنه وشوه.
د سیوري ولسوالۍ مسؤولینو د مرافعه محکمې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد پلاوي له ورتګ څخه مننه وکړه او ماتحت ادارو ته یې د مسؤولینو ورتګ د کارونو د لا ښه والي لپاره اغېز ناک ګام وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی