د زابل د مرافعه محکمې رياست په هڅو په دغه ولایت کې د دوو کورنيو ترمنځ (۱۷) کلنۍ دښمني پای ته ورسېده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۵:۱۹
د زابل د مرافعه محکمې رياست په هڅو په دغه ولایت کې د دوو کورنيو ترمنځ (17) کلنۍ دښمني پای ته ورسېده

د دوشنبې په ورځ (د روان ۱۴۴۵ ھ ق کال د ربيع الاول مياشتې په ۱۰مه ) نېټه د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئیس محترم شيخ نقيب الله (اخندزاده) په هڅو د یاد ولایت ولايت دخاک افغان ولسوالۍ د اوسېدونکو تر منځ د (۱۷) کلنۍ شخړې او دښمنۍ د حل لپاره د دواړو کورنيو له مشرانو سره وکتل.

د مرافعه محکمې رئیس دواړه لوري د روغې جوړې لپاره وهڅول او غوښتنه یې ترې وکړه چې تاسو هر جانب خپلو مشرانو او استازو ته اختيار ورکړئ چې هغوی ستاسو ترمنځ  بېطرفه عادلانه پرېکړه وکړي.

يادو کورنيو هم د مرافعه محکمې رياست غوښتنه قبوله کړه او هرې کورنۍ خپل منځګړي وټاکل او پوره واک یې ورکړ.

منځګړو د ذکر شويو کورنيو ترمنځ د روغې جوړې پرېکړه وکړه او د دوی دغه پرېکړه د مرافعه محکمې رياست مقام کې ورته ابلاغ شوه چې دواړه لوري پرې راضي شول او یاده دښمني په دوستۍ بدله شوه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

بیا په خبرونو کی