د زابل د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۳:۵۹
د زابل د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ۱۴۴۵ ھ ق کال د جمادی الثانيه مياشتې په ۱۱مه نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې د رئيس ښاغلي مفتي عبدالجليل (سفيان) په مشرۍ د اړوند محکمې د دېوانونو، آمريتونو د مسؤولينو، غړيو او د ښاري محکمې د رئيس په ګډون اداري غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په چارو کې د بريا غوښتنه وکړه، د خپلو خبرو پرمهال يې وويل، موږ او تاسو به د کارونو د ښه اجرا او پر وخت ترسره کېدو لپاره اونۍ کې يو ځل ناسته کوو، تر څو د دندو پر مهال د موجوده ستونزو د حل لپاره مناسبې حل لارې پيدا کړو.
ورپسې يې د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) هدايت د مجلس ګډونوالو ته بيان کړ ( تاسو باید په اړوند ادارو کې د مراجعينو د ستونزو په حل کې پوره هڅه وکړئ، ستاسو دروازې بايد د مراجعينو پر مخ خلاصې وي او په قضائي او اداري چارو کې آسانتياوې ورته جوړې کړئ).
د مرافعه محکمې رئيس د غونډې ګډونوالو ته لاندې سپارښتنې وکړې:
۱ـ  موږ او تاسو باید د عامو خلکو په خاص ډول هغه څوک چې دعوې يې د محاکمو په جريان کې وي، له مېلمستياوو او بې ځايه ناستو څخه د امکان تر حده ځانونه وساتو.
۲ـ موږ او تاسو باید د فيصلو په حکم کې د کومو امارتي ادارو د مسؤولينو، شتمنو او قومي مشرانو تر تاثير لاندې را نشو، بلکې د اسلامي امارت د اصولو او د محاکمو استقلالیت په پام کې نيولو سره خپلې ټولې چارې د اصولو مطابق ترسره کړو.
د غونډې په ورستيو کې ځينې موضوعات غونډې ته وړاندې شول، تر څو د يادو موضوعاتو د حل لپاره د ګډونوالو نظر واخلي؛ ټولو ګډونوالو په خپل وار سره خپل نظرونه وړاندې کړل. 
غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی