د زابل د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د عمومي محبس له مدیر سره وکتل

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۱:۳۷
د زابل د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د عمومي محبس له مدیر سره وکتل

د سه شنبې په ورځ (د روان 1444ھ ق کال د رجب مياشتې په 16مه نېټه) د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ نقيب الله اخندزاده د ياد ولايت د عمومي محبس له مدیر مولوي حکمت الله خطاب سره د مرافعه محکمې په رياست مقام کې وکتل.

په دې لیدنه کې د ښاري محکمې رئیس مولوي فضل الرحمن فضلي او د مرافعه محکمې د تحریراتو آمر حکمت الله عاصم هم ګډون درلود.

په ياده ناسته کې د محاکمو او عمومي محبس ترمنځ د ښې همغږۍ، محاکمو ته د تحقيقاتو لپاره د بنديانو د وړلو او راوړلو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.

د غونډې په پای کې د موجوده ستونزو او مشکلاتو د حل لپاره تصاميم ونيول شول او ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی