د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۹:۴۱
د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل شوه


د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې رئيس محترم مفتي عزيزالله په ډېرو هڅو د علماوو او قومي مشرانو په منځګړيتوب سره د قتل موضوع چې په (۳/جمادي الثانيه/۱۴۴۵هـ ق) نېټه د ترافيکي پېښې له امله رامنځته شوې وه، حل او فصل شوه.
ياده موضوع د زابل ولايت شهر صفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
وروسته د ابتدائیه محکمې د محترم رئيس، علماوو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د مقتول کورنۍ لخوا قاتل ته بخښنه وشوه او د قتل دغه موضوع په رسمي ډول په (۱۳/جمادی الثانيه/ ۱۴۴۵هـ ق) نېټه پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې دا لسمه د قتل موضوع ده، چې د زابل ولايت د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هلو ځلو سره حل او فصل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی