د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې د (۳۵۶) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۹۹) وثیقې هم اجراء کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۴:۲۰
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې د (۳۵۶) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۹۹) وثیقې هم اجراء کړې دي

د خوست ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې، اختصاصي محکمې، نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې ( ۱/ ۶/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۲۹/ ۶/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې د (۳۵۶) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۱۹۹) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې (۱۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۷۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
په جزائي برخه کې: 
 په جزائي برخه کې (۱۷) دوسیه مکتوبي مستردې شوې، د (۳۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۹۹) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی