د خوست محاکمو  د ۱۴۴۴ هـ ق کال په جریان کې د (2748) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (2179) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۵:۲۷
د خوست محاکمو  د ۱۴۴۴ هـ ق کال په جریان کې د (2748) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (2179) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له ۱/۱/۱۴۴۴هـ ق څخه د  ۱۴۴۴هـ ق کال تر پایه د خوست ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.

په  حقوقي برخه کې:

په ۱۴۴۴هـ ق کال کې د خوست محاکمو ته  (1646) حقوقي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم  یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (358) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (974) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (314)دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په ۱۴۴۴هـ ق کال کېد خوست ولایت محاکمو ته (1332)جزائي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (139) دوسیه مکتوبي مستردې شوې، د (299) دوسیو په اړه قضائي قرارونه  صادر شوي، (664) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (2179) بېلا بېل وثایق هم اجرا شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته د سترې محکمې د محافظتي قطعې مجاهدینو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳۲
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۵۲) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۱۵۲) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی