د جنوب غرب زون د تمیزعالي مقام اړوند لسو ولایاتو قضائي معاونینو ته سیمینار جوړ شو
د جنوب غرب زون د قضائي تعلیماتو ریاست لخوا د یاد زون د تمیز عالي مقام اړوند لسو ولایاتونو (کندهار، هرات، هلمند، بادغیس، غور، زابل، اروزګان، دایکنډي، فره او نیمروز) قضائي معاونینو ته جوړ شوی سیمینار پای ته ورسېد.
په دغه سیمینار کې چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان په لسمه پیل شو، د سیمینار ګډونوالو ته د محترمو شیوخ کرامو لخوا د اداري اصولنامې، حقوقي اصولنامې، اندارجونو، صادرې، واردې، د وثایقو لارښوود، معین القضات، شرح المجله، د فیصلو تعلیمات نامه برخو کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.
پر دې سربېره په دغه سیمینار کې د ځینې ستونزو او مسایلو اړوند تفصیلي او علمي بحثونه وشول.
د دغه سیمینار په پای غونډه کې چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان په ۱۶مه جوړه شوې وه او د تمیز عالي مقام عمومي رئیس، د قضائي تعلیماتو عمومي رئیس، د دېوانونو رئیسانو او مفتیانواو د یاد ریاست د دفتر رئیس په کې ګډون درلود، حاضرینو ته د عالیقدرامیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله هدایات ابلاغ شول او سیمینار د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.