قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د بدخشان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۷
 قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د بدخشان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د
د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د یاد عمومي ریاست مرستيال محترم حافظ مولوي عبدالولي (محمود) په مشرۍ؛ چې مولوي رحمان الدین (ایشان)، مولوي فلک شېر (حقاني) او مولوي محمد (جلالي) يې غړيتوب درلود، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په دویمه نېټه بدخشان ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړلو په موخه سفر وکړ.
د ليدنې په پیل کې یاد هيئت د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د بدخشان ولایت له مرکزي زندان او توقیف‌خونې څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس او توقیف‌خونې اړوند نارینه‌وو، ښځینه‌وو او ماشومانو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او اړتیاوې يې له ځان سره یادداشت او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
هيئت د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت (۲۷) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیريتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د اسنادو، مخزن، وثایقو او حقوقو آمریتونو، اختصاصي او نظامي محاکمو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي هیئت د پلټنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي او اداري چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات یې واخېستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه‌ راز یاد هيئت د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت او په پای کې یې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د بدخشان ولایت د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او اړوند ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
د پلټنې هيئت د خپل سفر په جریان کې د یاد ولایت د ولسوالیو له ځينو مسئولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
د پلټنې هیئت یاد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۵مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲۰
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات جلسه رؤسای دواوین دایر گردید

تحت رهبری محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، به تاریخ 3 /5 /1448 هـ ق جلسه رؤسای دواوین دایر ګردید.
 جلسه با تلاوت چند آیات. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت لوگر از محکمه ابتدائیه ولسوالی چرخ آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج شیخ محمد گلاب (فاروقی) رئیس محکمه مرافعه ولایت لوگر؛ با همراهی مولوی فضل‌الرحیم (عابد) رئیس دیوان جزای محکمه مرافعه و مفتی سید منظورالحق (دیوبندی) عضو قضائی ریاست دیوان جزای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

تحت رهبری سرپرست محکمه مرافعه ولایت پروان جلسه دایر گردید

تحت رهبری محترم الحاج مولوی عبدالصمد (فیاض) سرپرست محکمه مرافعه ولایت پروان؛ با اشتراک قضات دیوان های مرافعه و شهری، آمرین ثبت اسناد و وثایق و حقوق، به تاریخ 2 /5 /1448 هـ ق جلسه قضائی. . .

بازگشت به اخبار