د کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د څلورو ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه
د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په ۲۸مه او د جمادی الأولی میاشتې پر لومړۍ او دویمه نېټه د دغه ولايت د ده سبز، سروبي، پغمان او بګراميو ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
محترم مفتي نصیب الله (طیب) لومړی د هرې ولسوالۍ د حقوقو مديریت له کاري جريان څخه ليدنه وکړه؛ ورپسې یې اړوند مسئولینو ته ټینګار وکړ، چې له مراجعينو سره نېک چلند کوئ او حقونو ته یې پر وخت رسېدنه کوئ.
په دې سربېره نوموړي د یادو ولسوالیو د حقوقو مدیریتونو د مراجعینو ستونزې او موضوعات واورېدل؛ ډاډ یې ورکړ، چې موضوعاتو ته به یې د اصولو مطابق په ټاکلي وخت رسېدنه کېږي.
دغه راز د حقوقو ریاست رئيس د يادو ولسواليو د محاکمو له رئيسانو سره هم د کارونو د ښهوالي او ښې همکارۍ په پار جلا جلا ناستې وکړې او یادو مسئولینو له خپل اړخه د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
