کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۹
 کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د
د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په ۲۴ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولايت د چهاراسیاب او موسهي ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
محترم مفتي نصیب الله (طیب) لومړی د هرې ولسوالۍ د حقوقو مديریت له کاري جريان څخه ليدنه وکړه؛ ورپسې یې اړوند مسئولینو ته ټینګار وکړ، چې له مراجعينو سره نېک چلند کوئ او حقونو ته یې پر وخت رسېدنه کوئ.
په دې سربېره نوموړي د یادو ولسوالیو د حقوقو مدیریتونو د مراجعینو ستونزې او موضوعات واورېدل؛ ډاډ یې ورکړ، چې موضوعاتو ته به یې د اصولو مطابق په ټاکلي وخت رسېدنه کېږي.
دغه راز د حقوقو ریاست رئيس د يادو ولسواليو له مرستيالانو او د محاکمو له رئيسانو سره هم د کارونو د ښه‌والي او ښې همکارۍ په پار جلا جلا ناستې وکړې او یادو مسئولینو له خپل اړخه د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب جلسه هماهنگی هيئت رؤیت هلال برگزار گردید

تحت رهبری الحاج مفتی عبدالخالق (محمدی) رئیس محکمه مرافعه ولایت فاریاب؛ با اشتراک والی آن ولایت، مولوی محمد صادق (ثاقب) رئیس امربالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، رؤسای معارف، محکمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امدادالحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 23 /4 /1448هـ ق، جلسه هفته‌وار  دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید نمود

محترم الحاج شیخ سخی الرحمن (فایز) رئیس محکمه مرافعه ولایت لغمان؛ به تاریخ 21 /4 /1448هـ ق از محکمه نظامی نورستان غربی و لغمان بازدید به عمل آورد.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء. . .

بازگشت به اخبار