د هرات زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي او رسمًا یې دنده پیل کړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۲۰
د هرات زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي او رسمًا یې دنده پیل کړه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د شپږم زون (هرات) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل شوی قوماندان، قاري شهاب الدین (دلاور)، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع‌ الآخر میاشتې په ۱۷مه  نېټه اړوندو مسئولینو او منسوبینو ته معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د نوموړي د معرفت غونډه، چې د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین)، د هرات زون د نظامي محکمې رئیس الحاج شیخ عبدالغفار (رحماني) او نورو مسئولینو او منسوبینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
د هرات زون د نظامي محکمې رئیس د یادې ناستې ګډونوالو ته د وینا پر مهال وویل، چې اطاعت د اسلامي نظام د نظم، یووالي او ثبات له مهمو بنسټونو څخه دی.
د هغه په وینا، د مسئولینو او مشرانو هدایات او لارښوونې باید په اخلاص، صداقت او مسئولیت‌پذیرۍ سره عملي شي؛ ځکه د ادارې د چارو ښه تنظیم او د ټاکل شویو موخو ترلاسه کول د منظم اطاعت او همغږۍ له لارې ممکن دي. 
همدارنګه نوموړي ټینګار وکړ، چې اطاعت باید د شرعي اصولو، قانوني چوکاټ او ټاکل شویو دندو په رڼا کې ترسره شي.
دغه راز د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین) د ناستې ګډونوالو ته د وینا پر مهال له ټولو مسئولینو او منسوبینو وغوښتل، چې له نوي ټاکل شوي قوماندان سره د چارو په بهبود کې پوره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې قاري شهاب الدین (دلاور) تر دې مخکې د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د بلخ زون د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله. 
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۱۶
Background image

محاکم ولايت پنجشیر طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۵۰) دوسیه، به تعداد (۷۸) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیه شهرى و ابتدائیه ولسوالى‌های ولایت پنجشیر طی دو هفته (از ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق الى ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۵۰) دوسیه، به تعداد (۷۸) قطعه وثایق را نیز اجرا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۸
Background image

محاکم ولايت جوزجان طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۲۷۴) دوسیه، به تعداد (۲۵۸) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیه شهرى، نظامی، اختصاصی و ابتدائیۀ ولسوالى‌های ولایت جوزجان طی دو هفته از تاريخ (۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق الى ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى، جزائی و وثايق به شرح ذیل می. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۲۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه ولسوالی کلفگان آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار؛ با همراهی مولوی ذبیح الله (برهانی) آمر دعوت و ارشاد و مولوی دوست محمد (سروری) آمر حقوق محکمه مرافعه، به تاریخ 15 /4 /1448هـ ق از. . .

بازگشت به اخبار