د  څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۱۸
د  څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل شوی قوماندان، محترم مولوي خان محمد (منیب)، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع‌ الآخر میاشتې په ۱۵مه  نېټه اړوندو مسئولینو او منسوبینو ته معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د نوموړي د معرفت غونډه، چې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین)، د دغه ریاست د دعوت او ارشاد آمر الحاج مولوي عصمت الله، د غزني زون نظامي محکمې قاضي شيخ نجم الله (رحمتي) او نورو مسئولینو او منسوبینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه. 
ورپسې د غزني زون د نظامي محکمې قاضي شيخ نجم الله (رحمتي) وینا وکړه وویل، تغیر او تبدیل د حکومتدارۍ اصل دی، چې وخت ناوخت ترسره کېږي، موږ باید منصب او څوکۍ موخه ونه ګرځوو؛ بلکې د اسلامي نظام خدمت کول مو له خپلو لومړنیو موخو څخه وي.
دغه راز یادې ناستې ته د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د دعوت او ارشاد آمر په خپله وینا کې څرګنده کړه، چې د نظام بنسټ په اطاعت را پيل شوی او الله تعالی په اطاعت سره کامیابي او بقاء در کوي؛ نو پر موږ ټولو لازمه ده، چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړو له بې اتفاقۍ، اختلاف او بې اعتمادۍ څخه ځانونه وساتو.
په دې سربېره د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین) د ناستې ګډونوالو ته د وینا پر مهال له ټولو مسئولینو او منسوبینو وغوښتل، چې له نوي ټاکل شوي قوماندان سره د چارو په بهبود کې پوره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې محترم مولوي خان محمد (منیب) تر دې مخکې د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د پروان، کاپیسا او پنجشېر څانګې د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله. 
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۲۸
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایر گردید

تحت رهبری شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 16 /4 /1447 هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۵۷
Background image

محاکم ولایت هرات طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۱۲۷۳) دوسیه، به تعداد (۷۶۵) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

 خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولایت هرات، دواوین مرافعه، وثایق، ابتدائیۀ شهری، ابتدائیۀ ولسوالی‌ها و محکمه اختصاصی از تاریخ (۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق الی ۱۵ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) در بخش‌های حقوقی، جزائی،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۶
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بلخ جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ غلام الله (عادل) رئیس محکمه مرافعه ولایت بلخ؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، رئیس تحریرات مرافعه، رئیس محکمه ابتدائیه شهری و رؤسای دواوین آن، رؤسای محاکم ابتدائیه. . .

بازگشت به اخبار