د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رياست لپاره مرستيال معرفي شو
د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رياست نوی مرستيال محترم مفتي احمد نصرت نن يکشنبه (۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه، د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد رياست کارکوونکو ته معرفي او رسمًا يې خپله دنده پيل کړه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د سترې محکمې قضائي مرستيال محترم شيخ محمد قاسم (راسخ) صاحب په خپله وینا کې د دارالانشاء عمومي ریاست نوي مرستيال ته له لوی څښتن تعالی څخه د دين او نظام لپاره د صحيح خدمت کولو د توفيق غوښتنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، زموږ نظام په اطاعت ولاړ دی او پر موږ لازمه ده، چې د مشرانو د هر امر اطاعت وکړو، مسئولیتونو کې به ځان مسئول بولو او په اخلاص، صداقت او همغږۍ به کارونه ترسره کوو.
د سترې محکمې قضائي مرستيال د دارالانشاء عمومي ریاست د نوي ټاکل شوي مرستيال په اړه وویل، موږ په قضائي معاونیت کې د نوموړي له کارونو او خدمت څخه خوشحاله او راضي یو.
د معرفت یاده غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې نوی مرستیال مفتي احمد نصرت له دې وړاندې د سترې محکمې د قضائي معاونیت د مستشار په توګه خدمت کاوه.
