د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کندوز زون ته سفر وکړ

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۳۹
د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کندوز زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي جمیل احمد (جلال) يې ملتیا کوله، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول میاشتې په ۲۵مه نېټه کندوز زون ته د نظامي محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
یاد پلاوي د خپل سفر په پیل کې د کندوز ولایت له محترم والي، امنیه قوماندان او د استخباراتو له رئیس سره لیدنې وکړې؛ په دې لیدنو کې پلاوي د دغه ولایت د محاکمو د وضعیت او فعالیتونو په اړه له یادو مسئولینو څخه معلومات ترلاسه کړل، د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه‌والي، پرمختګ او ځینو ستونزو د حل په موخه یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل.
دغه راز د سترې محکمې نظامي مرستيال له مسئولینو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو اړوند مفصل او هر اړخیز بحث وکړ او مسئولینو ته یې هدایت وکړ، چې د مطرح شويو موضوعاتو په اړه د کندوز زون له نظامي محاکمو سره پوره همکاري وکړي.
د ليدنې په دوام د سترې محکمې نظامي مرستيال د یاد زون د نظامي محاکمو عمومي رئیس ته هدایت وکړ، چې خپلو اړوندو ولایتونو ته سفر وکړي، په هر ولايت کې د نظامي محکمې له قاضي، والي، امنيه قوماندان او د استخباراتو رئیس سره غونډه جوړه کړي او د اړوند موضوع په اړه معلومات را ټول او له نهايي کېدو وروسته يې نظامي معاونيت ته راولېږي.
یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د کندوز زون د نظامي محکمې له قضائي هیئت سره وکتل، د یاد زون نظامي محاکمو د تېرو فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز بحثونه وکړل، ورپسې يې د یادو محاکمو درې جلده دوسيې وکتلې او د نېمګړتياوو په اړه یې قضائي هيئت ته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په پای کې یاد هیئت د قضائي، اداري، او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت نیمروز جلسۀ قضائی و اداری دایر گردید

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت نیمروز، با اشتراک قضات، اعضای قضائی محاکم مرافعه، ابتدائیه شهری و محاکم ابتدائیه ولسوالی‌ها، آمرین تحریرات و حقوق و مدیران حقوق محاکم ابتدائیه ولسوالی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسۀ اداری دایر گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیزالرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا؛ با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، رؤسای دواوین محکمه مرافعه و شهری، رؤسای محاکم ولسوالی‌ها،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۳۹
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کندوز زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بازگشت به اخبار