د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت ازرې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته د قضائي او اداري چارو د ارزونې په موخه سفر وکړ.
 یاد هيئت د ليدنې په پیل کې د قضائي چارو جزائي او حقوقي فیصلو، قرارونو، قضائي جریان، د عرايضو د ثبت کتاب، اندراج، صادرې، واردې، رسیداتو، مراسلاتو او د حقوقو مدیریت د تطبیق له جریان څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
 ورپسې یاد هیئت د اجراآتو  د لا ښه‌والي او اصلاح په اړه د محاکمو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او هم يې د ورځنیو کارونو د چټکتیا، د ځنډ د مخنیوي، له مراجعینو سره د ښه سلوک او له امنیتي ارګانونو سره د همغږۍ د لا تقویې په اړه ورته توصیې وکړې.
په پای کې د یادو محاکمو اړتیاوې یادداشت او د پوره کولو په برخه کې یې د لازمو اجراآتو ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۱
Background image

محاکم ولایت پروان طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۲۵۷) دوسیه، به تعداد (۱۸۸) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیۀ شهری و ابتدائیۀ ولسوالی‌های ولایت پروان طی دو هفته (از ۱۳ /۴ /۱۴۴۸هـ ق الی ۲۵ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۲۵۷) دوسیه، به تعداد (۱۸۸) قطعه وثایق را نیز اجرا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۸
Background image

جلسه هماهنگی هيئت رؤیت هلال ولايت کندز داير گرديد

تحت رهبری محترم مولوی عبدالواحد (قریشی) رئیس دیوان جزا و سرپرست محکمه مرافعه ولایت کندز؛ به اشتراک مولوی عبدالواحد مصعب نماینده مقام، مولوی عبدالمومن حازم رئیس شورای علماء، مولوی محمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۵۹
Background image

جلسه هماهنگی هيئت رؤیت هلال ولایت تخار  دایر گردید

 تحت رهبری محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار؛ با  اشتراک مسئولین مقام ولایت، حج و اوقاف، شورای علماء، امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات، معارف و مجلس فقهی. . .

بازگشت به اخبار