د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د غور ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۲۸
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د غور ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) او د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس  محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ يوه هيئت؛ چې مفتي محمد اسلام (مسلم)، مولوي عبدالظاهر (لقماني) او مفتي فیض الرحمن (نثار) يې غړیتوب درلود، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۲مه نېټه د جنوب لوېديځ زون اړوند غور ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړلو په موخه سفر وکړ.
د ليدنې په پیل کې یاد هيئت د غور ولایت د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل، ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان او توقیف‌خانو څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس د ټولو نارینه‌وو، ښځینه‌وو او محجوزینو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او شکایتونه يې له ځان سره یادداشت او بیا یې له اړونده محاکمو سره شریک کړل.
یاد هيئت د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت ( 12) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیریتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړونده دېوانونو، د وثایقو او حقوقو آمریتونو، نظامي او اختصاصي محاکمو څخه په جلا جلا توګه د خپل طرزالعمل مطابق هيئتي وکړه.
نوموړي هیئت د پلټنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
دغه هیئت د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یاداشت او په پای کي يې د ستونزو د حل، د خنډونو  له منځه وړلو او دنېمګړتیاوو د اکمال په اړه د غور ولایت د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو له قضائي مسؤولینو سره تفاهمي ناسته وکړه او ټولې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شریکې کړې. 
د پلټنې هيئت د خپل سفر په جریان کې د یاد ولایت د استخباراتو له رئیس، علماوو شورا ټولو غړو سره په اجتماعي توګه او د ولسوالیو مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
 د قضائي پلټنې هیئت یاد سفر د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۲۰مه نېته پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

محاکم ولایت بادغيس طی يک ماه علاوه بر رسيدگی به (۹۰۲) دوسیه، به تعداد (۲۲۵) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیه شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌های ولایت بادغیس طی یک ماه (از ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق الى ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۹۰۲) دوسیه، به تعداد (۲۲۵) قطعه وثایق را نیز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۵۱
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت غزنی از پنج محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های آن ولایت بازدید نمود

الحاج مفتی عزیزالله (حیدری) رئیس محکمه مرافعه ولایت غزنی؛ با همراهی هیئت معیتی شان از تاریخ 5 الی 8 صفرالمظفر سال 1448هـ ق از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های گیلان، ناوه، مقر، آب بند و قرباغ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۳۳
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان از محبس آن ولایت بازدید نمود

الحاج مولوی محمد صابر (حنفی) رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان؛ به تاریخ 10 /2 /1448هـ ق از زندان آن ولایت بازدید بعمل آورد.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء از تمام محبوسین از بخش. . .

بازگشت به اخبار