د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې لس ورځنی سیمینار پای ته ورسېد
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند حضرت خالد بن ولید (رضي الله عنه) د تعلیمي مرکز اړوند قوماندانۍ کې د دغه ریاست د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی (۱۰) ورځنی روزنیز سیمینار په ۱ /۱۲ /۱۴۴۷هـ ق نېټه پای ته ورسېد.
د دغه سیمینار د اختتام په مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د دفتر عمومي مدیر محترم الحاج مولوي خان محمد (مستغفر)، د تعلیمي مرکز قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي محمد ابراهیم (برهان) او یو شمېر نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
محترم الحاج مولوي خان محمد (مستغفر) د یادې ناستې ګډونوالو ته په وینا کې د ظرفیت لوړونې د دغه ډول سیمینارونو پر ارزښت تفصیلي خبرې وکړې او دغه سیمینارونه یې د کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو، ورځینو چارو د چټکتیا او بهبود په برخه کې ډېر مهم یاد کړ.
د یادونې وړ ده، چې په یاد روزنیز سیمینار کې چې د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۲۲مه نېټه پیل شوی و؛ د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست (۵۹) اداري کارکوونکو ته د اداري او تأمیناتي، مخابرې، محاسبې او پلان اپراسیون برخو کې مسلکي زده کړې وړکړل شوې.
