د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پروان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۳۹
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پروان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ، چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي رحمن الدین (ایشان) يې غړيتوب درلود، د روان 1447هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په (16مه) نېټه پروان ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
دغه پلاوي د ليدنې په پيل کې د یاد ولایت د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د دغه ولایت له مرکزي زندان او توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، او غوښتنې يې له ځان سره يادداشت او بیا يې له اړونده محاکمو سره شریک کړل.
پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت (۹) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیریتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړونده دېوانونو، د وثایقو او حقوقو آمریتونو، نظامي او اختصاصي محاکمو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي هیئت د پلټنې بهیر په جریان کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هراړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې کړې.
یاد هیئت د محاکمو پر وړاندې شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت او په پای کې یې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د پروان ولایت د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټولې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شریکې کړې.
یاد هيئت د خپل سفر په دوام د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه یې د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي تفتیش د پلټنې هیئت یاد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۲۹مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۴۲
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان از محکمۀ ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان؛ به تاریخ ۱۷ /۱۱ /۱۴۴۷ه‍ـ ق از محکمۀ ابتدائیۀ شهری آن ولایت بازدید نمود.
 رئیس محکمۀ مرافعه در این بازدید، ابتدا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۳۰
Background image

محاکم ولايت غور طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۴۸۱) دوسیه، به تعداد (۱۹۲) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى، نظامی زون غور و ابتدائيۀ ولسوالى‌های ولایت غور طی دو هفته (از ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۴۸۱) دوسیه، به تعداد (۱۹۲). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۲۸
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت کاپیسا از محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی اله‌سای آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی عزیزالرحمن (حقانی) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت کاپیسا؛ با همراهی مولوی سراج الدین (راشد) رئیس دیوان جزای محکمۀ مرافعه و مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمۀ ابتدائیۀ شهری، به تاریخ. . .

بازگشت به اخبار