د لغمان او لوېدیځ نورستان ولایتونو د ابتدائيه نظامي محکمې د مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د لغمان او لوېدیځ نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې د رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپينږیرو په منځګړیتوب، د پخوانۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې موضوع، چې د دواړو طرفونو يوـ يو کس په کې وژل شوی و، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام مياشتې په ٢٨مه نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع د دمين او ټوپک په جلا جلا ځايونو کې رامنځته شوې وه؛ چې دوه کسان په کې وژل شوي او يو کس زخمي شوى و.
دغه موضوع ابتدائیه نظامي محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، د موضوع طرفین سولې ته ترغيب شول او دوی هم ومنله.
د قاتل لخوا د مقتولینو وارثينو ته څه اندازه پيسې د ديت په توګه ورکړل شوې؛ قاتل ته بخښنه وشوه او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.
