د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب درلود، د روان 1447هـ ق کال د شوال میاشتې په 19مه نېټه سمنګان ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
دغه هيئت د یاد ولایت د مرافعه محکمې له رئيس سره لیدنه وکړه او ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان (محبس) او توقیف خانو څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس او توقیف خانو د بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او اړتیاوې يې له ځان سره یاداشت او بیا يې د اړونده محاکمو سره شریک کړل.
دغه پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت (7) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیریتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د اسنادو، مخزن، وثایقو، د حقوقو آمریتونو او اختصاصي محکمې څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي هیئت د پلټنې په جریان کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخېزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري منسوبینو د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات یې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وشوې.
یاد هیئت د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یادداشت او په پای کې يې د ستونزو د حل، د خنډونو د له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د مرافعه محکمې له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او اړونده موضوعات يې په جلا جلا توګه ورسره شریک کړل.
د پلټنې یاد هيئت د خپل سفر په دوام د یاد ولایت د ولسوالیو له ځینو مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړوند ستونزو د حل په موخه د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي تفتیش د پلټنې هیئت یاد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۳ مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار