په ننګرهار ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته له کوره د تښتولو په جرم او زنا په تور، په ۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس پر یو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاد کس په دې پرېکړه قناعت درلود او د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پرې تطبيق شوه.
د تعزیري سزا حکم د یادې ابتدائيه محکمې رئیس مولوي عبدالمنان (فاتح)، قضائي غړي او اداري کارکوونکو، د نورو امارتي ادارو مسؤولينو او مراجعينو په حضور کې تطبيق شو.
