د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د وثايقو او تحریراتو آمرینو په ګډون، په ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنيت دېوان رئیس مولوي عبدالمقدس (مبشر) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس له ګډونوالو سره د ناستې اجنډا شريکه کړه.
د غونډې په دوام د سترې محکمې عالي مقام د متحدالمآلونو پر هدایاتو او نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې، له بحث وروسته یو شمېر مهم موضوعات او هدایات د تطبیق او ورځنیو چارو د لا چټکتیا په موخه یادداشت او له ګډونوالو سره شريک شول.
دغه راز د دېوانونو او محاکمو مسؤولینو د مرافعه محکمې رئیس ته د یادو موضوعاتو او هدایاتو د پوره تطبيق ډاډ ورکړ.
غونډه د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان رئیس مولوي نېک محمد (شاهد) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې یاده غونډه د ورځنیو قضائي او اداري کارونو د ښه تنظیم او چټکتیا، کاري احصائیوي راپورونو ته په خپل وخت پر رسېدنه سربېره له مراجعینو سره د نېک چلند او همغږۍ په موخه جوړه شوې وه.
