د سترې محکمې د محترم عالي مقام دفتر عمومي رياست د ۱۴۴۷ هـ ق د دويمې ربعې لنډ راپور
د سترې محکمې محترم عالي مقام د دفتر عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي:
۱ـ په دویمه ربعه کې له محاکمو او د اسلامي امارت له بېلابېلو ادارو څخه (۳۶۹۸) مکتوبونه د هدایت غوښتنې په موخه راغلي؛ چې د محترم عالي مقام له هدایت وروسته اړوندو برخو ته لېږل شوي دي.
۲ـ په دویمه ربعه کې د سترې محکمې عالي مقام لخوا (۱۷۵۰) تعزیراتي او حقوقي دوسیې قضائي معاونيت ته لېږل شوې دي.
۳ـ په دویمه ربعه کې دوه قوانین د منظورۍ په موخه د مشرتابه محترم عالي مقام دفتر ته لېږلي دي.
۴ـ په دویمه ربعه کې د سترې محکمې محترم رئيس او قاضيالقضات شيخ عبدالحکیم حقاني صاحب له دوولس مسؤولينو او مراجعينو سره لیدنه کړې ده.
۵ـ په دویمه ربعه کې د سترې محکمې عالي مقام د دفتر عمومي رئيس له (۱۰۰) مراجعينو سره د هغوی د ستونزو د اورېدو او حل په موخه ليدنه کړې ده.
۶ـ په دويمه ربعه کې (۸۸) کسانو ته د یاد ریاست د معلوماتي غرفې له لارې داخل ته اجازه ورکړل شوې او غوښتنې يې اورېدل شوې دي.
۷ـ په دویمه ربعه کې د محترم عالي مقام لخوا (۴۸) حوالې اجرا شوې دي.
۸ـ په دویمه ربعه کې د رؤیت هلال مرکزي هيئت درې غونډې تنظیم او ترسره شوې دي.
۹ـ په دویمه ربعه کې د تعلیمي نصاب هيئت (۱۲) غونډې تنظیم او ترسره شوې دي.
۱۰ـ په دویمه ربعه کې (۴۶) دوسيې او پېشنهادونه د مشرتابه محترم عالي مقام دفتر ته لېږل شوې دي.
