د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۴۷
د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د هغه وړاندیز په اساس چې د کابل ښاروالۍ عمومي ریاست ته د تعلیمي مرکز میدان د جوړولو په موخه شوی و؛ د یاد ریاست له لوري يې سل سلنه کار بشپړ شوی.
۲ـ په لومړۍ ربعه کې د ملکي محاکمو امنیتي قطعاتو قوماندانۍ اړوند نیمه کاره تعمیراتو دېرش ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
۳ـ په لومړۍ ربعه کې د اجناسو د ساتنې په موخه (۱۴) کانټینرونه خریداري او اکمال شوي.
۴ـ په لومړۍ ربعه کې د یاد ریاست او اړوند جزوتامونو د نظامي پرسونل یونیفورم د ګنډلو چارې بشپړې او د توزېع بهیر يې روان دی.
۵ـ په لومړۍ ربعه کې د یاد ریاست کاري طرزالعمل د ټاکل شوي هيئت له لوري ترتیب او د اصلاح په موخه د یاد ریاست رئیس سره شریک شوی، چې وروسته به د سترې محکمې عالي مقام ته وړاندې شي.
۶ـ په لومړۍ ربعه کې د ملکي محاکمو امنیتي قطعاتو قوماندانۍ اړوند نیمه کاره تعمیراتو (۹۵) سلنه چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
۷ـ په لومړۍ ربعه کې د (۶) قلمه اجناسو قرارداد د سترې محکمې عالي مقام له لوري د توظیف شوي هيئت له لوري تائيد او نهائي شوی.
۸ـ په لومړۍ ربعه کې د یاد ریاست اړوند مرکزي او ولایتي نظامي پرسونل ته د دوه میاشتنۍ مسلکي او نظامي معسکراتي زده کړې پنځه دورې ورکړل شوې. 
۹ـ په لومړۍ ربعه کې د یاد ریاست اداري کارکوونکو ته د مسلکي پرمختګ او ظرفیت لوړونې په موخه، یو (۱۵) ورځنی عملي روزنیز سیمینار ورکړل شوی او د یاد ریاست په ګډون د نظامي او ملکي محاکمو د امنیتي او اجرائيوي قطعاتو قوماندانيو پرسونل ته د تخنیکي او مسلکي نیمه زده کړو ترسره کولو په موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره په تفاهم په درېیو ټولګیو کې ترتیب او درسونه يې په منظم ډول جریان لري.
۱۰ـ په لومړۍ ربعه کې د ملکي او نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندانیو څخه نظارت او ارزونه شوې او د اداري ستونزو د حل په موخه د همغږۍ غونډې شوي دي.
۱۱ـ په لومړۍ ربعه کې د (۱۶۰۵۸۷) لیټره پطرول او ډیزل تیل، (۸۰۰۳) کیلو مایع ګاز او (۹۲۳) کواټره مبلایل د مرکز، ولایاتو او اتو زونونو امنیتي قطعاتو ته اکمال او توزېع شوي.
۱۲ـ په لومړۍ ربعه کې د (۶۰۰) قلمه مفروشاتي، محروقاتي او تعمیراتي اجناس د یاد ریاست اړوند د ملکي او نظامي محاکمو د قطعاتو قوماندانيو ته توزېع شوي.
۱۳ـ دغه راز د یاد ریاست اړوند د ملکي محاکمو امنیتي قطعاتو قوماندانۍ او د نظامي محاکمو امنیتي قطعاتو قومانداني په جزوتامونو کې د مجاهدینو تقرر په افسرۍ، ساتنمنۍ او ساتونکو بستونو کې د لیاقت، وړتیا او کادري فورم په اساس ترسره کېږي.
۱۴ـ په لومړۍ ربعه کې د نظامي محاکمو د حکمونو په اساس (۱۱۶۳) مجرمین محبسونو ته لېږل شوي دي.
۱۵ـ په لومړۍ ربعه کې (۲۲۶) قلمه البسوي او قرطاسیوي توکي وېشل شوي دي.
۱۶ـ په لومړۍ ربعه کې (۱۵۴) کسانو نوي مقرر، (۸۵) کسانو ته کشفي استعلامونه او (۱۸۰) تنه د (افسرانو، ساتنمنانو او ساتونکو) په بستونو کې منفک شوي.
۱۷ـ په لومړۍ ربعه کې (۱۳۳) تنو ته تقاعد حواله شوی او (۲) تنو ته اکرامیه حواله شوي.
۱۵ـ په لومړۍ ربعه کې (۸۲) مخابرې او وسایل ترمیم، تنظیم او پروګرام شوي او د (E1) سیستم جوړ شوی دی.
۱۸ـ په لومړۍ ربعه کې (۳۴۵) قضائي غونډې د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې محکمې لخوا ترسره شوي.
۱۹ـ د قضائي ستاژ د قضاتو امنیتي بلوک قوماندانۍ کې (۵۰۰) تنه قضائي شعبو اداري کارکوونکو ته اداري سیمینار لپاره امنیت په بشپړ ډول تامین شوی.
۲۰ـ په لومړۍ ربعه کې د نظامي محاکمو د حکم پر اساس (۳۷۵۸) جلبونه لېږل شوي او (۳۹۹۳) تنه مجلوبین د تلیفوني اړیکو له لارې جلب او د نظامي پرسونل لخوا حاضر شوي.
۲۱ـ په لومړۍ ربعه کې (۵۰۷۵۱) تنه مراجعین ثبت او امنیت يې خوندي شوی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۳:۳۰
Background image

حکم جزای تعزیری بالای چهار مجرم و متهم در ولايت بامیان تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیه شهری ولايت بامیان بالای چهار تن به شمول دو زن به جرم داشتن روابط نامشروع و اتهام زنا، امروز شنبه مؤرخ ۲۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۱:۳۰
Background image

حکم جزای تعزیری بالای پنج مجرم در ولايت کاپيسا تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی حصۀ اول کوهستان ولايت کاپيسا بالای پنج تن به شمول دو زن به جرم داشتن روابط نامشروع؛ به تاريخ ۲۶/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان از محکمۀ ابتدائیۀ شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان؛ با همراهی مفتی عبدالولی (حلیم) رئیس دیوان جزاء مرافعه و مولوی عبدالمقیت (مبارز) رئیس دیوان امنیت عامۀ مرافعه، به. . .

بازگشت به اخبار