د محاکمو په قضائي برخه کې د وړ او مسلکي کسانو د جذب په موخه د ملک په کچه له سلګونه علماء کرامو ازموینه واخیستل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۵۲
د محاکمو په قضائي برخه کې د وړ او مسلکي کسانو د جذب په موخه د ملک په کچه له سلګونه علماء کرامو ازموینه واخیستل شوه

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې اړوند محاکمو په قضائي بستونو کې د وړ او مسلکي کسانو د جذب په موخه له شاوخوا (۳۰۰) علماء کرامو څخه نن چهارشنبې (۲۶/ ۶/ ۱۴۴۷ه ق) نېټه د قضائي زده کړو عمومي ریاست کې تحریري ازموینه واخیستل شوه.

دغه ازموینه د سترې محکمې قضائي مرستیال محترم شیخ محمد قاسم راسخ، د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئیس محترم مفتي عبدالرشید سعید، د کارکوونکو چارو عمومي رئیس محترم مولوي سیف الله آغا، د قضائي زده کړو عمومي رئیس محترم شیخ قیام الدین قانت، مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کریم الله زاهد، د سترې محکمې د اداري معاونیت د دفتر رئیس محترم مولوي عبدالمتین صمیم، د استخدام او سوانحو رئیس محترم مفتي عبدالوارث سعید، د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم راشد، د ارزونې او ظرفیت لوړونې رئیس محترم حافظ نصیر احمد صیاد او ګڼ شمېر نورو مسؤولینو په موجودیت کې واخیستل شوه.
د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي رئیس محترم شیخ قیام الدین قانت صاحب د ازموینې په پیل کې ګډونوالو ته د یادې ازموینې په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
محترم شیخ صاحب حاضرینو ته ډاډ ورکړ چې پارچې به یې د سترې محکمې د محترمو شیخ صاحبانو لخوا په دقت کتل کېږي، د بریالیو کسانو نوملړ به د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست په رسمي ادرسونو نشرېږي.
دغه راز د ازموینې ګډونوالو خوښي څرګنده کړه چې د ملک په یوه مهم ارګان کې د دوی د جذب په موخه ترې شفافه ازموینه واخیستل شوه وویل، موږ دغه ازموینې ته د ګډون، د ازموینې بهیر له شفافیت او نورو مراحلو بشپړ راضي او خوشحاله یو او ډاډه یو چې هغه کسانو ته چې وړ او د نورو په پرتله لوړې نمرې اخلي، به محاکمو کې د خدمت فرصت ورکول کېږي.

د مولوي محمد نصیر په نوم د بادغیس ولایت اوسېدونکي او د ازموینې یوه ګډونوال وویل، موږ د دغه ازموینې له بهیر بشپړ راضي یو، ازموینه کې د قضاء او افتاء مسلک اړوند لس پوښتنې شاملې او د حل په موخه یې موږ ته کافي وخت راکړل شو.
دغه راز د ازموینې بل ګډونوال مفتي الله داد هم د ازموینې له بهیر بشپړ رضایت څرګند کړ وویل، موږ د سترې محکمې له عالي مقام مننه کوو چې د ملک سلګونه علماء کرامو ته یې د دوی د مسلکي زده کړو او تجربې په اساس په دغه ازموینه کې د ګډون فرصت ورکړ، ازموینه ډېره شفافه او موږ ترې بشپړ راضي یو.

د یادونې وړ ده چې په دغه ازموینه کې لوړو نمرو لرونکي بریالي علماء کرام  به ۴۵ ورځني قضائي روزنیز سیمینار ته معرفي کېږي او د سیمینار تر پای ته رسولو وروسته به تر بل امتحان وروسته د محاکمو اړوند مناسبو بستونو کې په خدمت ګمارل کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۷
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو مجرم در ولايت غور تطبيق شد

به اساس فيصلۀ دیوان جزای محکمۀ مرافعۀ ولايت غور بالای دو تن به شمول يک زن به جرم فساد اخلاقی؛ امروز دوشنبه (مؤرخ ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
دیوان جزا مجرمين را به ۳۹ـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای یک مجرم در ولایت فاریاب تطبیق شد

به اساس فیصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ چهل‌گزی ولایت فاریاب بالای يک تن به جرم روابط نامشروع؛ امروز دوشنبه مؤرخ ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرم را به يک سال حبس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۲۳
Background image

جلسۀ رؤسای دواوین محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز؛ با اشتراک همه رؤسای دیوان‌های محکمۀ مرافعه و آمر ثبت اسناد و وثایق محکمۀ مرافعه، به تاریخ ۱۸ /۱۰ /۱۴۴۷ه‍ـ. . .

بازگشت به اخبار