د غزني ولايت اندړو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په هڅو د عمدي قتل موضوع حل او فصل شوه

د غزني ولايت اندړو ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د رئيس او غړو په ډېرو هڅو؛ په ۲۳/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده پېښه د اندړو ولسوالۍ د چیلتن په کلي کې رامنځته شوې وه؛ چې يو کس د خپلې لور د قتل عمد دعوی کړې وه.
یاده موضوع محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، ورپسې د یادې محکمې د رئيس، غړو او علماوو په هڅو يې موضوع حل او دښمني يې په دوستۍ بدله شوه.