د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفيت لوړونې رياست لخوا د سترې محکمې اداري کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنيز سيمينار جوړ شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۷:۲۹
د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفيت لوړونې رياست لخوا د سترې محکمې اداري کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنيز سيمينار جوړ شو

د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست، د سترې محکمې محترم عالي مقام د هدایت په اساس، د روزنیزو سیمینارونو په دوام؛ د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو اداري کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په موخه پنځه ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
په یاد سیمينار کې چې د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۵مه نېټه پیل شو، د مسلکي استادانو لخوا د سترې محکمې مرکزي ریاستونو د درېیم، څلورم، پنځم او شپږمو بستونو (۳۳) کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو، پلان جوړونې اساساتو، اجراآتو د ارزونې، اړيکو او راپور لیکنې په برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د دغه روزنیز سیمینار د اختتام په مراسمو کې د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې رئیس محترم حافظ نصیر احمد (صیاد) ګډون درلود.
په دې غونډه کې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې رئیس د سیمینار ګډونوالو ته په وینا کې د دوی فعال ګډون وستایه وویل، الله تعالی په قران کريم فرمايي، کوم قوم چې د هدایت غوښتنه وکړي الله تعالی هغوی ته هدایت ور په برخه کوي، د خپلې کاري ارتقاء او د ادارې د کارونو د ښه والي په موخه باید تل کوښښ وکړو.
نوموړي زیاته کړه، د اداراتو مامورین باید د سلسله مراتب د اصل په پام کې نیولو سره د خپلو آمرینو اطاعت وکړي او خپل ورسپارل شوې دندې د اصولو سره سم په روڼ او شفاف ډول ترسره کړي.
محترم صیاد وویل، د ادارې په هره سطحه کې چې يو، باید د بیت المال د ملکیتونو، اموالو او اجناسو څخه په ښه توګه ګټه واخلو، د اجناسو د پېشنهاد پر مهال، باید غیر ضروري اجناس پېشنهاد نه کړو او د اسراف څخه ځان وژغورو، ځکه دا د ولس او اسلامي امارت سره خیانت دی.
نوموړي ټينګار وکړ چې مامورین باید خپل کارونه د لایحه وظایفو سره سم مخکې یوسي، ټول کارونه د لایحه وظایف پورې مختص نه کړي، کوم کارونه چې د آمر د لزوم دید په اساس د ادارې د پرمختګ لپاره اړين وي، باید د هدایت سره سم یې په پوره دقت او سرعت سره سرته ورسوي.
په پای کې نوموړي د سیمینارونو د لا ښه والي او اغیزمنتیا په موخه د محترمو برخوالو رغنده نظریات او وړاندیزونه واورېدل.
د یادونې وړ ده چې د روزنیزو سیمینارونو د اصولو سره سم، د پورته ذکر شوي سیمینار ټول ګډونوال د سیمینار په پیل او پای کې وارزول شول، ترڅو د سیمینار پایله ښکاره شي چې له نېکه‌مرغه ترسره شوي سیمینار مثبته پایله درلوده.
یاد روزنیز سیمینار په اختتامیه دعاء پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار