د سترې محکمې په تشکیلاتو کې د یو لړ ټاکنو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) حکم

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۲۰
د سترې محکمې په تشکیلاتو کې د یو لړ ټاکنو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) حکم

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د (۸۰۳/۵۸۵۲)شمېرې،(۲۶/۱۰/۱۴۴۶هـ ق) نېټې حکم په اساس لاندې کسان د سترې محکمې په تشکیلاتو کې پر دندو وګمارل شول:
1.    محترم مولوي عبدالشکور (رشاد) د نوراحمد زوی د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس، تبدیلاً د کابل زون نظامي محکمې د قاضي په توګه په کمبود بست کې. 
2.    محترم مولوي فضل الحق محمدي د کابل زون نظامي محکمې د قاضي په توګه د مولوي عبدالوارث پر ځای.
3.    محترم مولوي محمد آغا نورالهدی د محمداکبر جان آغا زوی د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ ابتدائیه محکمې عضو مفتي، تبدیلاً د کابل زون نظامي محکمې د عضو مفتي په توګه په کمبود بست کې.
4.    محترم مولوي عبدالهادي د عبدالله زوی د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې عضو مفتي، تبدیلاً د کابل زون نظامي محکمې د عضو مفتي په توګه د مولوي زاهد پر ځای.
5.    محترم مولوي رحمت الله د میراجان زوی د لوګر ولایت د مرافعه محکمې د مدني دېوان عضو محرر، تبدیلاً د کابل زون نظامي محکمې د عضو محرر په توګه په کمبود بست کې.
6.    محترم مولوي ګل احمد د بازمحمد زوی د بلخ ولایت د غصب شویو ځمکو د مخنیوي (اختصاصي) محکمې عضو محرر، تبدیلاً د کابل زون نظامي محکمې د عضو محرر په توګه د مولوي نورالحق پر ځای.
7.    محترم مولوي نورالحق د ملا محمدګل اخند زوی د کابل زون نظامي محکمې عضو محرر، تبدیلاً د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان د عضو مفتي په توګه د مولوي ولي محمد پر ځای.
8.    محترم مولوي عبدالوارث د مولوي عبدالله زوی د کابل زون نظامي محکمې قاضي، تبدیلاً د کندوز ولایت د مرافعه محکمې د تجارتي دېوان د عضو مفتي په توګه  په کمبود بست کې.
د الله (جل‌جلاله) له دربار څخه د اسلام د سپېڅلي شریعت په رڼا کې د ورسپارل شویو چارو په ترسره کولو کې ورته توفیق غواړم.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار