د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفيت لوړونې رياست لخوا د سترې محکمې اداري کارکوونکو لپاره دوه څلور ورځني روزنيز سيمينارونه جوړ شول

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۳:۳۲
د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفيت لوړونې رياست لخوا د سترې محکمې اداري کارکوونکو لپاره دوه څلور ورځني روزنيز سيمينارونه جوړ شول

د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست، د سترې محکمې محترم عالي مقام د هدایت په اساس، د روزنیزو سیمینارونو په دوام؛ د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو اداري کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په موخه دوه څلور ورځني روزنیز سیمینارونه جوړ کړل.
په یادو سیمينارونو کې چې د ۱۴۴۶هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شول، د مسلکي استادانو لخوا د سترې محکمې مرکزي ریاستونو د درېیم، څلورم، پنځم او شپږمو بستونو (۵۵) کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو، پلان جوړونې اساساتو، اجراآتو د ارزونې، اړيکو او راپور لیکنې په برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د دغه روزنیزو سیمینارونو د اختتام په مراسمو کې د سترې محکمې د استخدام او سوانحو رئیس محترم مولوي عبدالوارث (سعید) او د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې رئیس محترم حافظ نصیر احمد (صیاد) ګډون درلود.
په دې غونډه کې د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې رئیس د سیمینار ګډونوالو ته په وینا کې وویل، د ادارو مامورین باید د سلسله مراتب د اصل په پام کې نیولو سره د خپلو آمرینو اطاعت وکړي او خپلې ورسپارل شوې دندې د اصولو سره سم په شفاف ډول ترسره کړي.
نوموړي د نظام، نظم او استحکام په اړه وویل، الله (جل جلاله) موږ په نظم او تنظیم مکلف کړي یو، هغه د نظم د استحکام په اړه د مکافاتو او مجازاتو چې یو اداري اصل دی یادونه وکړه وویل، چا چې ښه کار وکړ، خپل کار یې په وخت او دقت ترسره کړ هغه باید مکافات شي؛ بلخوا که چا خپل کارونه په وخت او دقت ترسره نه کړل، باید مجازات شي.
دغه راز محترم صیاد د اداري مراسلاتو څخه چې د یوې ادارې رسمي ژبه او د ادارې په نظم او کنټرول کې مهم رول لري یادونه وکړه وویل، شفاهي کارونه له هېریږي؛ نو ځکه باید اداري چارې د رسمي مراسلاتو له لارې په خپل وخت ترسره شي، نظام له ادارو جوړ شوی او هغه مهال منظم کېدای شي چې ادارې منظمې شي، د ادارو کارکوونکي باید د اداري نظم او کارونو د ښه‌والي په موخه کوښښ وکړي او وخت پر وخت خپل کاري ظرفیت لوړ کړي.
د غونډې په پای کې د سیمینارونو د لا ښه‌والي او اغېزمنتیا په موخه د ګډونوالو رغنده نظریات او وړاندیزونه هم واورېدل شول.
د یادونې وړ ده چې د روزنیزو سیمینارونو د اصولو سره سم، د پورته یادو شوو سیمینارونو ټول ګډونوال د سیمینار په پیل او پای کې وارزول شوی، ترڅو د سیمینار پایله ښکاره شي چې له نېکه‌مرغه ترسره شوو سیمینارونو مثبته پایله درلوده.
یاد روزنیز سیمینارونه په اختتامیه دعا پای ته ورسېدل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۸
Background image

جلسۀ قضائی و اداری میان مسؤولین محاکم ولایت لوگر دایر گردید

تحت ریاست محترم الحاج شیخ محمدگلاب (فاروقی) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت لوگر؛ با اشتراک رؤسای دیوان‌های‌مرافعه، رئیس محکمۀ شهری و رؤسای دواوین آن، رؤسای محاکم ابتدائیۀ ولسوالی‌ها، آمرین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۴
Background image

جلسۀ قضائی میان مسؤولین محاکم مرافعه و ابتدائیۀ شهری ولایت بادغیس دایر گردید

تحت ریاست الحاج شیخ مولوی عبدالخالق ( امداد الحق) رئيس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت بادغیس به تاریخ 4 /2 /1447 جلسۀ قضائی دایر گردید.   
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مفتی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

محاکم ولايت کندز طی يک ماه علاوه بر رسيدگی به (۶۰۴) دوسیه، به تعداد (۳۸۴) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت کندز، دواوين مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ ق الى ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى، جزائی و وثايق به شرح. . .

بازگشت به اخبار