د ستري محکمې محترم رئیس او قاضي القضات هرات ولایت ته سفر وکړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۴۱
د ستري محکمې محترم رئیس او قاضي القضات هرات ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب د يو پلاوي په ملتيا په ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه هرات ولايت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې محترم شيخ صاحب د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو له رئيسانو، د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو دېوانونو له رئيسانو او محررینو سره وکتل.
د ليدنې په پیل کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي خدایرحم (خدام) لخوا د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات ته ښه راغلاست وویل شو.
ورپسې د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب په خپلو خبرو کې وویل، د مرافعه محکمې د دېوانونو قضائي غړي باید د ابتدائیه محاکمو له قضائي غړو سره له اخلاصه ډکې او ښې اړيکې ولري، ابتدائیه محاکم دې هڅه وکړې چې په خپلو فيصلو کې فرمانونه او د اصولنامو هدايت په جدي ډول رعایت کړي، ترڅو صادرې شوې فيصلې په تکراري ډول نقض نشي.
محترم شيخ صاحب ټينګار وکړ چې په رسمي وخت کې پر خپلو دندو حاضر اوسئ، دندو ته د اساسي او رسمي چارو په سترګه ګورئ او ځانونه مو په رسمي وخت کې په غير رسمي او نور چارو مه مصروفه کوئ.
دغه راز شيخ صاحب وویل، قضائي غړي دې هڅه وکړي چې خپلو دندو ته نږدې د اوسېدو ځای غوره کړي، قضائي غړي دې له مراجعينو سره نېک، نرم او غوره چلند کوي، د تحقيقاتو پر مهال دې له مدعي او مدعي عليه څخه په ښه ډول معلومات تر لاسه کوي، ترڅو مدعي او مدعي عليه خپل اظهارات وړاندې کړي او د تحقيقاتو په جریان کې دې د دعوې د طرفينو اسناد په دقيق ډول ارزوي.
د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات د محاکمو رئيسانو ته په خطاب کې وویل، تاسو باید په محبسونو کې همېشه د بنديانو په اړه هر اړخېز معلومات ولرئ، د بنديانو د برخليک په اړه شريعي فيصلې صادرې کړئ، د هغوی د اوسېدو ځای، اطاقونو او خوراکي توکو په اړه معلومات تر لاسه کوئ، ځکه د بنديانو مسؤوليت د محترمو قضاتو په غاړه ده.
د غونډې په وروستيو کې د هرات ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ محمود (ابوالفيض) د یاد ولايت اړوند د محاکمو د اجراآتو، د بنديانو وضعيت معلومولو، د عمومي محبس او توقيف خونو څخه د ليدنې په اړه د سترې محکمې محترم رئيس او قاضي القضات ته ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې په يادو ولايتي سفرونو کې د سترې محکمې نظامي مرستيال محترم شيخ خيرجان (خیرخواه) صاحب، د سترې محکمې د دار الانشاء عمومي رئيس محترم مفتي عبدالرشید (سعيد) او د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ رياست رئيس محترم مولوي محمد جمعه (فیضاني) د سترې محکمې د محترم رئيس او قاضي القضات ملتيا کوله.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

محاکم ولايت جوزجان طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۲۹۲) دوسیه، به تعداد (۲۳۳) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى، نظامی، اختصاصی و ابتدائیۀ ولسوالى‌های ولایت جوزجان طی دو هفته (از ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق الى ۱۵/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۲۹۲) دوسیه، به تعداد (۲۳۳). . .

بازگشت به اخبار