د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو له رئيسانو سره غونډه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۴
د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو له رئيسانو سره غونډه وکړه

 د پکتیا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبيدالله (خالد)؛ د یاد ولايت د څوارلس ولسوالیو ابتدائیه محاکمو له رئیسانو سره په ۹/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په خپل کاري دفتر کې غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د مرافعه محکمې مرستيال محترم مولوي واحدالله (صدیقي) لخوا راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د ابتدائیه محاکمو رئیسانو ته د اطاعت په اړه تفصیلي خبرې وکړې وویل، تاسو په خپله کاري ساحه کې خپل ورځنۍ قضائي او اداري چارې په پوره اخلاص او صداقت سره ترسره کوئ، خپلو دندو کې غفلت مه کوئ، که خدای ناخواسته چا غفلت وکړ نو د خپل رعیت سره یې جفا وکړه، حاکم باید خپله کاري ساحه کې خپل رعیت ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړې، د ظالم د ظلم مخه ونيسي او د مظلوم لاسنیوی وکړي.
نوموړي زیاته کړه، هر کله چې د سترې محکمې محترم مقام، یا د مرافعه محکمې لخوا تاسو ته د یوې موضوع د ترسره کولو په موخه هدایت کېږي په اړوند یې پوره اطاعت وکړئ؛ ځکه چې د مشرانو او امراوو په اطاعت کې د انسان خیر وي، یو مؤمن مسلمان په هغه صورت کې کامیاب  او سرلوړی وي، چې په هغه کې د اخلاص، صداقت او اطاعت مادې موجودې وي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس د مجلس ټولو ګډونوالو ته توصیه وکړه چې د ولسونو خدمت په ښه شان سره وکړئ؛ درنو قضاتو ته په خطاب کې وویل، خپل هر عمل د الله (جل جلاله) د رضاء په خاطر تر سره کوئ، د دوسیو د فیصله کولو په وخت کې باید نوبت مراعت شي، دوسیې باید بې علته ونه ځنډول شي او د هیچا سفارش مه منئ.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس د میاشتني او ربعوارو راپورونو په برخه رڼا واچوله، د حاضرۍ پر پابندۍ يې ټينګار وکړ او په هره هجري قمري مياشت کې يې د رؤیت هلال کمېټو د غړو د شتون سپارښتنه وکړه.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۲:۴
Background image

جلسۀ اداری محکمۀ مرافعۀ ولایت بدخشان دایر گردید

تحت ریاست محترم مفتی حفیظ الله (محمدی) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت بدخشان؛ به اشتراک تمام قضات از محاکم مرافعه، ابتدائیه، آمریت وثایق و محکمۀ اختصاصی به تاریخ ۸ /۹ /۱۴۴۶هـ ق در دفتر کاری. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۱:۵۴
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت جوزجان از آمریت محبس آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی عبدالغنی (سعید) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت جوزجان؛ با همراهی قاری گل حیدر (شفق) والی آن ولایت، مولوی محمد یاسین (وقاص) رئیس امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۱:۵۱
Background image

جلسۀ هماهنگی میان مسؤولین محاکم مرافعه و ابتدائیۀ شهری ولایت خوست برگزار گردید

تحت ریاست محترم مفتی امین الله (منیب) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت خوست؛ با اشتراک منسوبین محاکم مرافعه، ابتدائیۀ‌ شهری، آمر دعوت و ارشاد و قوماندان قطعۀ مفرزه به تاریخ ۱۱ /۹ /۱۴۴۶هـ ق. . .

بازگشت به اخبار