د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل خطا موضوع حل او فصل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۱:۲۴
د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل خطا موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت شهرصفا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړيتوب د ترافيکي پېښې له امله رامنځته شوې موضوع چې يو کس په کې په شهادت رسېدلی و؛ په ۴/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده ترافيکي پېښه د ټېلر او پاسو موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې وه؛ چې په پايله کې یې د پاسو موټرچلوونکی په شهادت رسېدلی و.
دغه موضوع د شهرصفا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه.
ورپسې د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو لخوا دواړه لوري سولې ته وهڅول شول او د مقتول کورنۍ ته د شریعي ديت په ورکړې سره یاده موضوع په رسمي ډول پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د شهرصفا ولسوالۍ د مسؤولينو په هڅو ګڼ شمېر ورته موضوعات حل او فصل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

جلسۀ رؤسای دواوين محکمۀ مرافعۀ ولايت کندز دایر گرديد

تحت ریاست محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز؛ به اشتراک رؤسای دواوین استینافی محکمۀ مرافعه، رئیس محکمۀ ابتدائیۀ شهری به تاريخ ۴/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق پیرامون اجراآت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۱:۱۹
Background image

مولوی دوست محمد (سروری) به حیث آمر جدید حقوق محکمۀ مرافعۀ ولایت تخار معرفی گردید

تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت تخار؛ با اشتراک معاون محکمۀ مرافعه، رؤسای دواوین مرافعه، رئیس محکمۀ اختصاصی، آمرین وثایق و تحریرات، به تاریخ ۸ /۹. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت بغلان با رؤسای ادارات دیگر امارتی آن ولایت دیدار نمود

محترم الحاج مولوی محمد صابر (حنفی) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت بغلان؛ به تاریخ ۶ /۹ /۱۴۴۶ هـ ق با مولوی امرالله (مصلح) رئيس عدليه، مولوی رحیم الله (احدى) رئيس زراعت، آبیاری و مالداری،. . .

بازگشت به اخبار