په غزني ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت مقر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د اخلاقي فساد په جرم؛ په ۱۰/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې ياده مجرمه پر يو کال تنفيذي بند او ۲۰ دُرو تعزیري سزا محکومه کړې وه؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمې تطبيق شوه.