د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس د ياد ولايت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۰:۴۴
د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس د ياد ولايت د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) په ۳۰/۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یاد ولایت د قره باغ، کلکان، میربچه کوټ، شکردرې او پغمان ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او حقوقو مدیریتونو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس په دې لیدنه کې د یادو محاکمو له قضائي او اداري غړو او د حقوقو مدیریتونو له کارکوونکو سره وکتل، د دوی له اجراآتو څخه یې څارنه وکړه او د کارکوونکو اړتیاوې یې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د لومړیتوبونو په اساس به یې د اړتیاوو د پوره کولو هڅې وکړي.
ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د محاکمو او حقوقو مدیریتونو ټولو کار کوونکو ته د وينا پر مهال هر اړخيزې سپارښتنې وکړې وویل، له مراجعینو سره ښه چلند وکړئ، د محکمې او  حقوقو مدیریت تر مینځ لا ښه همغږي ولرئ تر څو د کارونو په لړ کې له خنډ سره مخ نه شئ او کارونه په ټاکلي وخت او په ښه توګه ترسره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو متهم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی شورتپه ولايت بلخ بالای دو تن به اتهام فعل لواطت؛ امروز سه شنبه (مؤرخ ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه متهمين را به دو ـ دو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای چهار مجرم و متهم در ولايت سمنگان تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی حضرت سلطان ولايت سمنگان بالای چهار تن به شمول دو زن به جرم فرار از منزل و اتهام زنا، امروز سه شنبه (مؤرخ ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) حکم جزای تعزیری تطبيق شد.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۲۳
Background image

تحت ریاست رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت سمنگان جلسۀ اداری دایر گردید 

تحت ریاست محترم مولوی محی الدین (عمری) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت سمنگان؛ با اشتراک قضات، مجاهدین، کارمندان اداری و خدماتی، به تاریخ ۱۲ /۱۰ /۱۴۴۷ه‍ـ ق جلسۀ اداری دایر گردید.
جلسه با تلاوت. . .

بازگشت به اخبار