په پروان ولایت کې پر یوه مجرم د «حد قذف» الهي حکم تطبیق شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۲:۴۴
په پروان ولایت کې پر یوه مجرم د «حد قذف» الهي حکم تطبیق شو

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنٰتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَآءَ فَاجْلِدُوهُمْ ثَمٰنِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهٰدَةً أَبَدًا ۚ وَأُولٰٓئِكَ هُمُ الْفٰسِقُونَ. [سورت النور: ۴آیت]
ژباړه: او څوک چې په پاک لمنو ښځو باندې تور ولګوي، بيا څلور شاهدان تېر نه کړي، هغوى اتيا دُرې ووهئ او د هغو شاهدي هېڅكله مه منئ او هغوى پخپله فاسقان دي.
نن ورځ د پروان ولایت په مرکز چاریکار ورزشي لوبغالي کې پر یوه مجرم د «حد قذف» الهي حکم تطبیق شو.
په دې قضیه کې د عیسی خان په نوم یو مجرم چې د محمد امین زوی او د توره باز لمسی دی پر عبدالرازق د ګل امین زوی او حضرت میر لمسي باندې د زنا ادعا کړې وه.
یاده موضوع د افغانستان اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو (ابتدائیې، مرافعې او تمیز) لخوا په ډېر دقیق ډول وڅېړل شوه، چې مدعي په کې خپله ادعا ثابته نشوه کړای.
بناءً د اسلامي امارت درې ګونو محاکمو پر یاد مجرم د «اتهام زنا» د جرم لرلو له امله د «حد قذف» حکم وکړ، چې د دغه حکم په اساس مجرم ته (۸۰) شرعي دُرې سزا ورکول کېږي؛ د درې ګونو محاکمو دغه حکم د افغانستان اسلامي امارت د محترم مشرتابه عالي مقام ته د تائید لپاره راجع شو.
د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) هم د درې ګونو محاکمو یاده فیصله له لازمو څېړنو وروسته تائید او د تطبیق حکم یې ورکړ.
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات د سترې محکمې د جزا دېوان د رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده وسپارله چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) یاد حکم پروان ولایت کې د محاکمو او نورو امارتي ادارو د مسؤولینو او منسوبینو او عامو هېوادوالو په حضور کې پر مجرم تطبیق کړي.
په دې موخه جوړه شوې ناسته چې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او ورسره مل پلاوي، د پروان د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مولوي میرآقا (خالد)، د پروان والي محترم مفتي محمد ادریس (انوري)، د یاد ولایت امنیه قوماندان الحاج قاري محمد جاوید (ضیاءالرحمن)، د علماوو شورا رئیس محترم الحاج مولوي عبدالولي (قاري‌زاده)، د نورو امارتي ادارو مسؤولینو او عامو هېوادوالو په کې ګډون درلود؛ د «حد قذف» الهي حکم تر تطبیق وروسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۵۷
Background image

محاکم ولايت تخار طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۴۹۱) دوسیه، به تعداد (۱۸۳) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت تخار، دواوين مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۱۵/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى، جزائی و وثايق به شرح ذیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۵۳
Background image

محاکم ولايت غزنی طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۲۹۰) دوسیه، به تعداد (۱۲۸) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت غزنی، دواوين مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى، محکمۀ نظامی زون غزنی و ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ (۱/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۱۵/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۱:۳۱
Background image

سیمینار یک‌روزه برای منسوبین قضائی محاکم ولایت هرات برگزار گردید

تحت ریاست محترم مولوی علی گل (حمیدی) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت هرات؛ با اشتراک منسوبین قضائی محاکم ابتدائیۀ ولسوالی‌ها، ابتدائیۀ شهری، دواوین مرافعه، آمریت‌های ثبت اسناد و وثایق. . .

بازگشت به اخبار