د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري؛ د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال لپاره د لمر پاینت لوژستیکي شرکت سره چې د جواز شمېره (۵۹۲۸۶) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په نادر پښتون سیمه کې موقعیت لري، د (۱۸۲۱۰۰۰) یو میلیون او اته سوه یویشت زره افغانیو په قیمت سره د دغه مقام د تکنالوژۍ آمریت لپاره د فایروال لایسنس او سرور دستګاه د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني پړاونو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۲
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله محکمه ولایت کابل

ریاست حقوق ولایت کابل به منظور تطبیق فیصله های محکمه ابتدائیه ولسوالی فرزه که جهت تطبیق به این اداره مواصلت ورزیده است؛ مکرراً با محکوم له تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما شخص مذکور تاکنون به این . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت پروان

آمریت حقوق ولایت پروان به منظور تطبیق فیصله های محکمه ابتدائیه شهری این ولایت که جهت تطبیق به این اداره مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با محکوم له قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما افراد مورد نظر . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت میدان وردګ

آمریت حقوق ولایت میدان وردګ به منظور تطبیق فیصله های محکمه ابتدائیه شهری این ولایت که جهت تطبیق به این اداره مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با طرفين قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما افراد مورد . . .

بازگشت به اطلاعیه ها