د زابل ولايت د نوبهار ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل شوه
د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو په ۲۸/ ۳/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د علماء کرامو، قومي مشرانو او مخورو په منځګړتوب سره د ناوې ولسوالۍ اړوند د دوو قومونو ترمنځ د قتل موضوع چې نهه کاله مخکې رامنځته شوې وه حل او فصل شوه.
د يادونې وړ ده چې مخکې هم يو شمېر ورته موضوعات د یادې ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هلو ځلو حل او فصل شوي دي.