د فاریاب ولایت د نظامي محکمې د قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۵:۴۱
د فاریاب ولایت د نظامي محکمې د قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

 د قضائيه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د فاریاب ولایت د نظامي محکمې د څانګې په انګړ کې نن د سه شنبې ورځ ( ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یادې څانګې قوماندانۍ لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان مولوي محب الله اړوند مسؤولینو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې خپله دنده پيل کړه.
په دې غونډه کې د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان حافظ حکمت الله (آغا ذهین)، د پېژند عمومي مدیر مولوي نور محمد (قتیبه)، د فاریاب د نظامي محکمې د څانګې رئیس مولوي عبدالعلي (انقیادي)، د یادې محکمې مفتي حکمت الله حکمت او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
یاده غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد عمومي مدیریت مدرس مولوي عبدالله جان (عابد) وینا وکړه وویل، دا اسلامي نظام د الله تعالی له لوري لوی نعمت دی چې موږ ته راکول شوی؛ ټول مسؤولین او منسوبین د دغه نعمت د شکر په ادا کولو مکلف دي.
د غونډې په دوام د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان پر اتفاق، اتحاد او ورورولۍ ټینګار وکړ وویل، ټول مؤمنان سره وروڼه دي، خپل منځي اتحاد او اتفاق وساتئ، ترڅو مو ستونزې بې له ځنډه حل او فصل شي او الهي مسؤولیت مو ادا شي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۸
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو متهم در ولايت بدخشان تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی خاش ولايت بدخشان بالای دو تن به شمول يک زن به اتهام فعل زنا؛ به تاريخ ۴/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه متهمين را به يک ـ یک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۱
Background image

محاکم ولايت لغمان طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۱۲۴) دوسیه، به تعداد (۷۷) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، محکمۀ ابتدائیهٔ شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌های ولایت لغمان طی دو هفته (از ۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۱۲۴) دوسیه، به تعداد (۷۷). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۳
Background image

جلسۀ اداری میان مسؤولین محاکم مرافعه و ابتدائیۀ شهری ولایت بغلان دایر گردید

تحت ریاست محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت بغلان؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه و اعضای قضائی شان، رئیس محکمۀ شهری و رؤسای دواوين آن محکمه، رئیس و اعضای. . .

بازگشت به اخبار