د لغمان ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د محاکمو د مسؤولینو او منسوبینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۰:۵۹
د لغمان ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د محاکمو د مسؤولینو او منسوبینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د ۱۴۴۶هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۲۱مه نېټه د لغمان ولایت د مرافعه محکمې د رئیس الحاج مولوي عبدالکریم (حقاني) په مشرۍ د مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو د قضاتو، مفتي صاحبانو او محررینو ترمنځ اداري غونډه وشوه.
غونډه د قران کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (حقاني) ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د تېرې هیئتۍ چې څه وخت مخکې یې د ټول ولایت له اړونده محاکمو څخه ترسره کړې وه پایلې یې له مسؤولینو سره شریکې کړې.
نوموړي وویل، قضاء یو دروند مسؤولیت دی چې باید په هېڅ صورت په کې غفلت ونشي، په صداقت او ایماندارۍ یې چارې ترسره شي؛ ترڅو په دنیا او اخرت کې له مسؤولیت څخه خلاص او نېکمرغي مو په برخه وي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د محاکمو اړوند مسؤولینو ته په خطاب کې وویل، باید د مراجعینو دوسیې ونه ځنډیږي؛ که چېرته د یوه معقول عذر او علت له وجې په دوسیه کې ځنډ راځي نو د سترې محکمې عالي مقام ته دې په رسمي توګه خبر ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه، د قاضي، مفتي او محرر دنده باید سره جلا وي او یو د بل په دنده کې مداخله ونکړي، ټول کارکوونکي باید د وخت پابند وي چی په رسمي وختونو کې شخصي کارونه ونکړي، د عالي مقام د حکم مطابق د کومو قضاتو کورونه چې د دندې له ځای څخه لرې وي باید د دندی نږدې ځای ته انتقال شي، د قضائي حسنه سلوک په استفادې سره باید له نورو محاکمو سره اصولي اړیکې وساتل شي، کوم اصول او تعلیمات نامې چی محاکمو ته ورکړل شوي دي باید ورباندې په سمه توګه عمل وشي؛ په دې سره مو اجراآتو کې اصلاحات راځي او د جعلکارۍ مخه نیول کېږي.
همدارنګه د مرافعه محکمې د رئیس له خوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست او د علماوو شورا ریاست په ګډون له نورو اړوند ادارو سره د تقابل پر ځای د تعامل او نېک چلند سپارښتنه او ټینګار وشو.
د غونډې په وروستۍ برخه کی ګډونوالو خپلې ستونزې او نظریات شریک کړل چې په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.
په پای کې غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۲۷
Background image

جلسۀ رؤسای دواوین محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز دایر گردید

 تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین محکمۀ مرافعه و آمر ثبت اسناد و وثایق، به تاریخ ۱۰ /۱۱ /۱۴۴۷ ه‍ـ ق پیرامون بررسی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۲۴
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت تخار از زندان آن ولایت بازدید کرد

محترم مولوی نورمحمد (نوری)، رئیس محکمۀ مرافعه ولایت تخار، به تاریخ ۱۲/۱۱/۱۴۴۷هـ ق از آمریت عمومی تنظیم امور زندان‌های آن ولایت بازدید نمود.
موصوف در جریان این بازدید، دربارهٔ زندانیان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۲۱
Background image

محاکم ولايت پنجشیر طی يک ماه علاوه بر رسيده گی به (۶۳) دوسیه، به تعداد (۶۶) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌های ولایت پنجشیر طی یک ماه (از ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسيده گی به (۶۳) دوسیه، به تعداد (۶۶) قطعه وثایق را. . .

بازگشت به اخبار