د کونړ ولايت د پېچ درې ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۴:۴۵
د کونړ ولايت د پېچ درې ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د کونړ ولایت د پېچ درې ولسوالۍ د وردېش په کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې د قتل موضوع؛ د يادې ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو، ولسوال او قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۱۴/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه حل شوه او د دغه کورنيو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مولوي عزیزالرحمن (حقاني)، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي محمد ایوب (قلم)، د پېچ درې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس مولوي محيب‌الله، امنیه قوماندانۍ مسؤولینو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو ګډون درلود.
په غونډه کې د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو رئیسانو د غونډې ګډونوالو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې، ولسونو ته یې ډاډ ورکړ او غوښتنه يې ترې وکړه چې د داسې موضوعاتو په اصلاحي ډول حل کې د خپل نظام سره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړئ.
د غونډې په دوام د ولسونو استازو په خپلو خبرو کې له اسلامي امارت څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ، د محاکمو له لوري يې په داسې پرېکړو خوښي څرګنده کړه او د یادې ولسوالۍ له امنیتي مسؤولينو څخه یې له دې امله مننه وکړه جې موضوعاتو ته پر وخت رسېدنه کوي او د ستونزو په حل کې  چټک اقدامات ترسره کوي.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس په دعاء پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۲۷
Background image

جلسۀ رؤسای دواوین محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز دایر گردید

 تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین محکمۀ مرافعه و آمر ثبت اسناد و وثایق، به تاریخ ۱۰ /۱۱ /۱۴۴۷ ه‍ـ ق پیرامون بررسی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۲۴
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت تخار از زندان آن ولایت بازدید کرد

محترم مولوی نورمحمد (نوری)، رئیس محکمۀ مرافعه ولایت تخار، به تاریخ ۱۲/۱۱/۱۴۴۷هـ ق از آمریت عمومی تنظیم امور زندان‌های آن ولایت بازدید نمود.
موصوف در جریان این بازدید، دربارهٔ زندانیان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۲۱
Background image

محاکم ولايت پنجشیر طی يک ماه علاوه بر رسيده گی به (۶۳) دوسیه، به تعداد (۶۶) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌های ولایت پنجشیر طی یک ماه (از ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسيده گی به (۶۳) دوسیه، به تعداد (۶۶) قطعه وثایق را. . .

بازگشت به اخبار