د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د ننګرهار له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۹:۵۴
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د ننګرهار له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي رئيس محترم شيخ الحديث مولوي ګل آغا (عاقب) په مشرۍ یو موظف پلاوي چې مولوي سيف الرحمان (ذاکر)، مولوي عبدالوارث (سعيد) او مولوي رحمن الدين (حقاني) پکې د غړيو په توګه دنده لرله، د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۹مه نېټه د ننګرهار ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
 ياد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل، ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د ننګرهار ولایت له مرکزي زندان (محبس) څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس اړوند د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، شکایتونه، ستونزې يې له ځان سره وليکلې او بیا يې د اړونده محاکمو سره شریکې کړې.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۲۲) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، ښاري مرافعه محاکمو اړونده دېوانونو، وثایقو آمریت، حقوقو آمریت او نظامي محکمې څخه په جلا ډول لیدنې وکړې.
نوموړي پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه تر سره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وشوې. ياد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزو، کاري خنډونه او لوژستیکي نیمګړتیاوو له ځان سره وليکلې او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
د ياد سفر په دوام ياد پلاوي د محترم والي او د ځينو ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې، د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړوندو ستونزو د حل په اړه د هغوی نظرونه هم واورېدل، ياد پلاوي د ننګرهار ولايت دمحاکمو د قضاتو، مفتیانو او محررانو څخه د شرعي علومو او حنفي فقهې برخه کې ظرفیتي ازموینه هم واخیستله.
 ياد پلاوي د محاکمو په وړاندې شته ستونزې او د خلکو شکایتونو په دقیق او هر اړخیزه توګه وڅېړل.
 د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په(۹) نېټه پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار