د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتیشینو د پکتيکا له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۹:۱۷
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتیشینو د پکتيکا له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه


د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث ګل آغا (عاقب) په مشرۍ مؤظف پلاوي چې مولوي عبد الولي (مصباح)، مولوي فقير محمد (حنيف) او مولوي عبد الله (ذکي) یې غړيتوب درلود، د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۶مه نېټه د پکتيکا ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
 ياد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د پکتيکا د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو د وضعیت معلومولو په موخه د پکتیکا ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس اړوند د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، شکایتونه، ستونزې يې له ځان سره وليکلې او بیا يې د اړونده محاکمو سره شریکې کړې.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۲۳) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، ښاري محکمې او مرافعه محکمې اړوند دېوانونو ، وثایقو آمریت او حقوقو آمریت څخه په جلا ډول لیدنې وکړې.
نوموړي پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وشوې.
دغه پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نیمګړتیاوې له ځان سره وليکلې او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د پکتيکا ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټولې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
د ياد سفر په دوام د قضائي تفتیش پلاوي د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې، د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړوندو ستونزو د حل په اړه د هغوی نظرونه هم واورېدل شول او د محاکمو په وړاندې شته ستونزې او د خلکو شکایتونه یې په دقیق او هر اړخیزه توګه وڅېړل.
 د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک پنځلس ورځنی سفر د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانيه میاشتې په (۱۱) نېټه پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۵۲
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت بغلان از محاکم ابتدائیه شش ولسوالی‌ آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان؛ به تاریخ ۲۸ و ۲۹ محرم الحرام و ۱ صفرالمظفر سال ۱۴۴۸ هـ ق از محاکم ابتدائیه ولسوالی های نهرین، جلگه، برکه، خوست،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

بازگشت به اخبار