د اروزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۱:۴۵
د اروزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

په ۲ /۳ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دغه ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي کلیم الله صاحب او د یادې محکمې د عامه امنیت دېوان د رئیس مولوي احمدشاه صاحب په ملتیا د ارزګان ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه.

د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس د دغه لیدنې پر مهال د محبس مسؤولینو ته هدایت وکړ چې له بندیانو سره باید ښه سلوک او ښه برخورد وکړي، کوم بندي چې مشکل ولري نو مربوطه مسؤولین یې باید پر ټاکلي وخت مشکل ورحل کړي.

محترم شیخ سخیداد (ابوالتقي)  ټولو بندیانو ته توصیه وکړه چې په محبس کې باید ښه چلند وکړي، جنګ او جګړه ونه کړي او په خپل منځ کې باید د اصولو مطابق ژوند وکړي.

دغه راز نوموړي ټولو بندیانو ته ډاډ ورکړ چې ان شاءالله دوسیې به یې تر نورو دوسیو مخته کوي او ستاسې مشکلات به د شریعت په رڼا کې حل کیږي.

د یادونې وړ ده چې زندانیان د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ له ورغلي پلاوي مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې د دوی مشکلات له نږدې اوري.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۲۷
Background image

جلسۀ رؤسای دواوین محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز دایر گردید

 تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین محکمۀ مرافعه و آمر ثبت اسناد و وثایق، به تاریخ ۱۰ /۱۱ /۱۴۴۷ ه‍ـ ق پیرامون بررسی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۲۴
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت تخار از زندان آن ولایت بازدید کرد

محترم مولوی نورمحمد (نوری)، رئیس محکمۀ مرافعه ولایت تخار، به تاریخ ۱۲/۱۱/۱۴۴۷هـ ق از آمریت عمومی تنظیم امور زندان‌های آن ولایت بازدید نمود.
موصوف در جریان این بازدید، دربارهٔ زندانیان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۲۱
Background image

محاکم ولايت پنجشیر طی يک ماه علاوه بر رسيده گی به (۶۳) دوسیه، به تعداد (۶۶) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌های ولایت پنجشیر طی یک ماه (از ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسيده گی به (۶۳) دوسیه، به تعداد (۶۶) قطعه وثایق را. . .

بازگشت به اخبار